Добавить новость
smi24.net
World News
Октябрь
2025

د خبریالانو مرکز: د مهدي انصاري اعترافات ( جبري) دي او دوی یې غندنه کوي

0

د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبریال مهدي انصاري څخه اعتراف اخیستل او بیا د هغه خپرول، د محکمې د اصولو خلاف او د خبریال له حقونو سرغړونه بللې.

دغه مرکز پرون پنجشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان خبري اژانس له خبریال څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا اعتراف اخیستل، د دوی په ټکو د رسنیو د ځپنې او د فعالانو د محدودولو هڅه ده.

د دغه خبریال د اعترافانو ویډیو پرون خپره شوه چې په کې ویل شوي، هغه د طالبانو په ټکو بهر کې " مغرضو" رسنیو سره همکاري درلوده.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو دغه اعترافات " جبري " بللي دي.

مهدي انصاري تېر کال د تلې په میاشت کې د دشت برچي له سیمې ونیول شو او وروسته ابتدایه محکمې د طالبانو په ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال حبس محکوم کړ.

د خبریالانو مرکز وایي، دا مهال په کابل، غزني او پروان کې لږ تر لږه ۶ خبریالان بندیان دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *