د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره هند ته سفر کوي، هدف یې څه کیدای شي؟
د هند او پاکستان د کړکیچنو اړیکو په ترڅ کې، یو لوړپوړی طالب چارواکی هند ته سفر کوي.امیرخان متقي ته د دغه سفر اجازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورکړې.تیره اګست کې ټاکل شوې وه چې نوموړی پاکستان ته سفر کوي، خو هغه مهال سفر وځنډېد او امنیت شورا اجازه ورنه کړه.
