Добавить новость
smi24.net
World News
Октябрь
2025

پېښور کې د سړک غاړې ماین ۴ پولیس او ۵ عام وګړي ټپیان کړي

0

په پېښور کې پرون پنجشنبه د پوليسو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې د ۴ پوليس سرتېرو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي دي.د پېښور پوليسو په یوه بیان کې ویلي، دا د سړک غاړې خښ شوي ماین چاودنه وه چې په نتيجه کې یی ۴ پوليس او ۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.د پاکستان د انګریزی ژبې ډان ورځپاڼې د پېښور د پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد له قوله ليکلي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو موټر و چې په سيمه کې یی ګزمه کوله.نوموړي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړي چې په ژوبلو کې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی.دغه پوليس افسر ويلي چې په پوليسو د حملې پلټنې یی پیل کړي دي.تر دې دمه چا د چاودنې مسولیت نه دی منلی.په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې پرله پسې د بمي چاودنو پېښې رامنځته شوي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *