Добавить новость
smi24.net
World News
Октябрь
2025

پنځه سویسي پولیس ټپیان شوي

0

د سویس په جنوا ښار کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۵ پولیس ټپيان شوي دي.پولیسو ویلي اړ شول چې په لاریونوالو یې اوښکی بهوونکی ګاز او اوبه وشیندي.لاریونوال د غزې د بحري کاروان په ملاتړ راوتلي وو خو وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې په جنوا کې یې د ټرافیکو بهیر په ټپه ودراوه. پولیسو ادعا کړې چې لاریونوالو شیان غورځول او ملکیتونو ته یې زیان رساوه.د لاریون کوونکو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده.اسراییلي ځواکونو پرون سلګونه هغه فعالان ونیول چې په شاوخوا ۴۰ کښتیو کې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف غزې تړانګې ته نږدې شوي وو.په نیول شویو کې مشهوره فعاله ګریتا تونبرګ هم شامله ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *