Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

چارواکي: د ننګرهار په هسکه مېنه کې ۱۷ داعشیان وژل شوي

0
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ۱۷ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی.


د دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکني عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.


په اعلامیه کې راغلي، په دې عملیاتو کې یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي چې یوه مېرمن او څلور ماشومان دي.


د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر زیاتوي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات دوام لري او ددغې ولسوالۍ ډېرې برخې له دې ډلې تصفیه شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *