Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د اماراتو کرکټ بورډ د «APL» سیالیو ترسره کېدل منظور کړل 

0
د اماراتو کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پریمیرلیګ یا «اې.پي. اېل» سیالیو ترسره کېدل منظور کړل. 


د افغانستان د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ ویلي، د کرکټ له نړيوالې شورا تر منظورۍ وروسته دا سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې په اماراتو کې پیلېږي.


افغان پريميرلیګ «اې.پي. اېل» د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزې شل اوورېزه سيالۍ دي چې تړون یې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې لاسلیک شو.


د ليګ په لومړي پړاو کې پينځه لوبډلې دي چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل شي او د اکتوبر میاشتې له ۵ مې نېټې به تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړي چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم په‎کې ولوبول شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *