Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جان بولټُن»روسیې ته ځي

0
ټاکل شوې د امريکا متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټُن د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره مسکو ته ورسېږي.


د دې خبرو هدف هغې سرمشريزې ته زمينه برابرول دي چې په پام کې ده د امريکا او روسيې د ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او ویلاديمير پوتين ترمنځ راتلونکې ميلادي مياشت وشي.


په پام کې ده د امريکا د ملي امنيت سلاکار تر خپلې کتنې وروسته د افغانستان پر وخت د شپې پر نهو بجو يوه خبري کنفرانس ته وينا هم وکړي.


په دې وينا کې به د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د سرمشريزې د وخت او ځاى په اړه معلومات ورکړي.


جان بولټُن په داسې حال کې مسکو ته ځي چې پرون او وړمه ورځ يې په لندن او روم کې د امريکا له متحدانو سره کتنې درلودې.


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو په يوه ټلويزيوني وينا کې ويلي، ولسمشر ټرمپ ښايي په نېږدې راتلونکي کې له پوتين سره وګوري.


د اتريش يوې ورځپاڼې راپور ورکړى چې د امريکا او روسيې ډلو له مخکې لا په ويانا کې د دواړو ولسمشرانو د جولاى د ١۵مې د سرمشريزې لپاره چمتووالى پيل کړى دى.


د امريکا يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز اژانس ته پرون ويلي چې د دې کتنې لپاره د فنلنډ پلازمېنه هلسينکي يو احتمالي انتخاب دى، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه له روسي لوري سره د بولټُن په خبرو پورې تړلې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *