Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

امريکا: د اټمي وسلو د څارونکي سازمان صلاحيتونه دي زیات شي

0
بريتانيا او د امريکا متحدو ايالتونو پرون د اټمي وسلو د څارونکي سازمان لپاره د زياتو صلاحيتونو غوښتنه وکړه، څو مشخصه شي چې د زهرجنو موادو په مرسته په حملو کې څوک لاس لري.


دغه حملې د روسيې او سوريې له سخت مخالفت سره مخامخې شوې دي.


مسکو او دمشق هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوى په وروستيو مياشتو کې د کيمياوي وسلو په مرسته په حملو کې لاس لري.


دوى ټينګار کړى چې د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان په ماموريت کې بايد تغيير رانه شي.


په هاګ کې د دغه سازمان په پاليسۍ جوړوونکي دفتر کې د وينا پر مهال د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن وويل: 


"موږ ټول هيله من يو چې د وژنې دغه وحشتناکې وسيلې بايد بيا ونه کارول وشي."


جانسن وويل، خواشينوونکى واقعيت دا دى چې دغه کيمياوي وسلې کارول شوي او بيا کارول کېږي.


تمه کېږي د کيمياوي وسلو څارونکى سازمان په نږدې راتلونکي کې خپل هغه راپور خپور کړى چې د سوريې په دوما ښار کې په اپرېل مياشت کې د سارين او کلورين ګازو په مرسته د حملې په اړه دى.


روغتيايي او ژغورندويې سرچينې وايي په هغه حمله کې ۴٠ کسان وژل شوي وو.


دوى په دې حمله کې د ولسمشر بشارالاسد حکومت دخيل بللى دى.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *