Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په هند کې د افغاني او هندي سوداګریزو توکو یو نندارتون جوړېږي

0
د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هند په ممبی ښار کې د افغانستان او هند د سوداګرۍ نندارتون جوړ شي.


د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې د افغانستان بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ايښودل کېږي چې د پرانيستې په مراسمو کې یې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي هم ګډون کوي.


ښاغلی قوقندي وايي، د ياد نندارتون د جوړولو هدف، د افغانستان کورني تولیداتو ته د بهرنیو پانګوالو او سوداګرو پام اړول دي.


د ده په خبره، د افغانستان او هند دغه سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو ته بلنلیکونه لېږل شوي، څو په خپل ګډون سره د افغانستان د کورنيو تولېداتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *