Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په هرات کې پوليسو د اعتراض کوونکو د تحصن خېمې ټولې کړې

0
د هرات امنيه قومانداني وايي، پوليسو نن یکشنبې د اعتراض کوونکو د تحصن هغه خېمې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته يې درولې وې، ټولې کړې.


د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډيو ته وويل، دوى چا ته اجازه نه ورکوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر وتړي.


ده وويل چې د ائتلاف ځينو غړيو له سرتېرو سره شخړه کړې، ځينې کسان نيول شوي او ورڅخه تحقيقات روان دي.


په هرات کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسوولې منعمې سادات وويل، د دوى کار کوونکي بېرته خپل کارونو ته ستانه شوي دي. 


دا په داسې حال کې ده چې پرون په کندهار کې د لوى ملي ائتلاف غړيو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر وتاړه.


دوى ټينګار لري چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکي انتخابات دې د درغليو د مخنيوي لپاره د بايومټريک سيسټم په مرسته وشي.


د انتخاباتو خپلواک کمېسيون تر دې مخکې ټينګار کړى چې دغه انتخابات به له درغليو پاک وي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *