Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د هلمند والي وايي د هدفي وژنو مخه نيسي

0
د هلمند والي وايي د هغو کسانو په وړاندې جدي اقدام کوي، چې په هدفي وژنو کې لاس لري.


 


تورن جنرال محمد ياسين نن ازادۍ راډيو ته وويل د دغو کسانو له ډلې دوه تنه نيول شوي دي:


 


”دوى په تروريستي اعمالو لاس پورې کړى، چې هرڅوک په مخه ورځي په نښه کوي يې. د دوى دوه کسان نيول شوي او ان شا اله په لنډو ورځو کې به نور تروريستان هم ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.“


 


د شنبې په ماښام په لښکرګاه کې بست روغتون ته نږدې په يوه حمله کې د پوليسو يو افسر ووژل شو او درې نور ټپيان شول.


 


د ازادۍ راډيو د خبريال په حواله، د تېرو دوو مياشتو پر مهال په لښکرګاه کې تر ١٥ زيات کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.


 


د ځينو حملو مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *