Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

کابل او نورو ولایتونو کې د عاشورا ځانګړي مذهبي مراسم روان دي

0
نن پنجشنبه د سېپټمبر ۲۰مه د محرم‌الحرام میاشتې ۱۰مه ده.


په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې نن د عاشورا ځانګړي مذهبي مراسم روان دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې چې په وروستیو کې د شیعه‎ګانو او هزاره‎ګانو پر سیمو خونړۍ حملې وشوې د عاشورا د مراسمو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د استخباراتو، کشف، اوپراتیف او عملیاتي برخو کارکوونکي مکلف شوي چې شدید ترتیبات ونیسي.


د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو مسؤلې برخې په شدیدو امنیتي احضاراتو کې دي.


په کابل کې د اقلیت شیعه‎ګانو او هزاره‎ګانو پر سیمو د وروستیو خونړیو حملو مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش اخیستی دی.


د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن د عاشورا په مناسبت په خبرو کې وویل چې پر شیعه مسلمانانو حمله پر ټولو افغانانو حمله ګڼي او ژمنه‌یې وکړه چې حکومت به‌یې د مذهبي اقلیتونو د امنیت ټینګولو هڅې زیاتې کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *