Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

اشرف غني: افغانستان د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د یووالي بېلګه ده

0
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د یووالي بېلګه ده.


ښاغلي غني نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه په دشت برچي کې د "حضرت رسول اکرم" په جومات کې د عاشورا په ځانګړو مراسمو کې وویل چې "عاشورا د بې‌عدالتۍ، فساد او له بیت‌الماله د ناروا ګټې پورته کولو په وړاندې د مقاومت درس دی."




ولسمشر غني وویل چې "پر جوماتونو، عبادت‌ځایونو، ښوونځیو او علمي مرکزونو د ترورېستانو حملې د یزید او شِمر پر لارې د تګ معنی لري."


هغه همداراز وویل چې "وړو او لوی سیاستونو " ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان امنیت خراب کړي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د امنیت په ټینګولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.


په دشت برچي کې د سپټمبر په پنځمه نېټه په غبرګو ترورېستي حملو کې تر ۹۰ زیات افغانان ووژل او زخمیان شول.


دا په دشت برچي کې چې ډېر هزاره‌ګان او شیعه‌ګان اوسي تر ټولو وروستۍ خونړۍ حمله وه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *