Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

اروپايي ټولنه د پولیو ناروغۍ ختمېدو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي

0
اروپايي ټولنه وايي د افغان کډوال ماشومانو د ملاتړ او د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ د ختمېدو لپاره له افغانستان سره د ٢٥ مليونه يورو مالي مرسته کوي.


د دې ټولنې په حواله دغه مرسته به چې په څلورو کلونو کې ورکول کېږي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونيسف او نورو بنسټونو ته له کډوالو ماشومانو سره د مرستې او همکارۍ وړتيا ورکوي.


د اروپايي ټولنې په نننۍ اعلاميه کې ويل شوي، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو زمينه هم برابره کړي. 


افغانستان له پاکستان او نايجیريا څخه وروسته د نړۍ درېیم هېواد دی چې د ګوزڼ يا پولیو ناروغي پکې ختمه شوې نه ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *