چارواکي: په لوګر کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویندوی شاه پور احمدزي نن یکشنبه وویل، دا کسان په هغو هوايي بریدونو کې ووژل شول چې د پل علم په اړونده الوزیو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د ملاتړ لپاره وشول.
د احمدزي په وینا، طالبانو په الوزیو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
