Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2019

د خورشید ټلویزیون د عملې پر موټر چاودنې ۲ تنه وژلي او ۳ ټپیان دي

0
په کابل کې نن مازیګر د خورشید ټلویزیون د عملې پر موټر د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه ته وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د واټساپ له لارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د تایمني په پنځم سړک شوې ده.


د ښاغلي رحیمي په خبره، د دې پېښې په وژل شویو کې موټر چلوونکی او یو لاروی وژل شوي او په ټپیانو کې د خورشید ټلویزیون دوه کار کوونکي شامل دي.


د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *