Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2019

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې یوه ځانمرګي برید ۴ تنه ټپیان کړل

0
د افغانستان د کورنیو چارو وزات وایي چې نن جمعه ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې په کابل کې یوه ځانمرګي برید ۴ تنه ټپیان کړل.


د دغه وزات ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید د کابل ښار د څلورمې امنیتي خوزې مربوط د تایمني په دوهم سړک وشو چې په ټپیانو کې یې ۳ تنه مېرمنې دي.


د نوموړي په خبره چې دغه برید د ملکي خلکو په یوه ګڼه ګوڼه کې شوی دی چې ټپیان یې هم ملکیان دي.


رحیمي وایي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.


د دغه برید مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *