ریال ماډریډ له اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي
دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانیتاګو برنباوو کي د افغانستان په وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې پيلېږي.
هاخوا د اسپانیا هېواد بله قوي لوبډله بارسولونا سبا یکشنبه د لوانتې سره لوبیږي.
دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي سبا شپه ترسره کېږي.
تر اوسه ریال مادرید د لیګ د نمرو د جدول په سر کې اوبارسلونا بیا د ۴۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.
