Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

کابل د ګول ساتنې برخه کې د استعدادونو د موندنې پروګرام پیل شوی

0
د کابل فوټبال فدارسیون کې د ګول ساتنې ( ګول کیپرۍ) په برخه کې د استعدادونو د موندنې یو ورځنی پروګرام پيل شو.


د افغانستان د فوټبال فدارسیون مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې پروګرام یې هدف د ځوانو استعدادونو موندنه او د هېواد د فوټبال راتلونکي لپاره د نوي نسل روزنه ده.


د ښاغلي امیني په وینا په دغه پروګرام کې د ټول هېواد شاه خوا ۲۰۰ ته ګول ساتونکو چې عمرونه یې له ۱۳ تیولې تر ۱۹ کلونو پورې دي، د ګول ساتونکو د کمېټې او د هېواد د فوټبال د ملي ټیم د څلور روزونکو له خوا وارزول شول.


ښاغلی امیني زیاتوي، چې په لومړي پړاو کې له دغو ګول ساتونکو نه ۴۰ تنه انتخاب شول، چې په خبره یې په نږدې راتلونکي کې به د دویم ټیسټ یا ازموینې لپاره بیا کابل ته راوغوښتل شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *