د سیاسي ګوندونو همغږۍ شورا: د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي
په کابل کې د سیاسي ګوندونو د همغږۍ شورا د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان یادوي.
دغې شورا د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۴» په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د جګړې له ښکېلو خواو څخه د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د دې شورا غړي مقصود حسنزاده وویل: "طالبان دي چې د ملکي تلفاتو کچهیې لوړه کړې، طالبان د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي، طالبان دي چې ملکي کسان وژني او دا طالبان دي چې پر ملکي کسانو بریدونه کوي."
ښاغلی حسنزاده د بشر حقونو نړیوال سازمان پر وروستي راپور هم نیوکه کوي او وايي چې نړېوال دې د ملکي تلفاتو په اړه داسې راپورونه نهخپروي چې په هغې کې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه ضعیفه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ښکېلو خواو د جګړې له امله د ملکي تلفاتو رامنځته کېدل د اندېښنې وړ دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې دغه تورونه رد کړل.
هممهاله د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان یو تازه راپور ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو لهخوا له ۸۰۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور پر بنسټ د دې کال په لومړي شپږ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو لهخوا په شویو عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو شمېر، د وسلهوالو طالبانو د بریدونو په پرتله زیات دی.
په راپور کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو یو ستر لامل د امریکايي ځواکونو هوايي عملیات ښودل شوي دي.
راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۰۰۰ تنه ملکیان وژل شوي چې له ۱۰۰ ډېر یې ماشومان دي.