Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

په هوواوې شرکت له ایران سره د مرستې په اړه د امریکا تور

0
د امریکا عدلیې وزارت د ټکنالوژۍ چینايي شرکت هوواوې (Huawei) تورن کړی چې د ایران له رژیم سره د معترضانو په څارلو کې مرسته کړې.


د دې وزارت له‌خوا د لګېدلو تورونو په پاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شو، د هوواوې شرکت همدارنګه د امریکا د ټکنالوژۍ د شپږو شرکتونو د اسرارو په غلا هم تورن شوی دی.


د امریکايي څارنوالانو په وینا د هوواوې شرکت د څارنې داسې وسایل د ایران د رژیم په واک کې ورکړي چې له مخې یې هغوی تېر کال د ایراني اعترض کوونکو د څارنې وړتیا ترلاسه کړې.


د ټکنالوژۍ دا ستر چینايي شرکت لا دمخه پر ایران د بندیزونو څخه د سرغړاویو په برخه کې بانکونو ته د دروغ ویلو له تورونو سره مخ دی.


هوواوې شرکت په یو بیان کې چې پرون (پنجشنبه ) خپور شو دا تورونه بې‌اساسه بللي او رد کړي یې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *