Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

امریکايي ځواکونو حوثي وسله‌والو ته لېږدوونکې ایرانۍ وسلې نیولي

0
د امریکا سمندري ځواکونو پرون د فبرورۍ په ۱۳مه اعلان وکړ چې داسې وسلې او د وسلو پرزې یې موندلي چې په ایران کې ډیزاین او جوړې شوي او په یمن کې حوثي وسله‌والو ته ورکول کېدې.


وسلې د عربو په سمندر کې په یوه نسبتاً وړه، بادبان لرونکې بېړۍ کې چې عرب (داو) ورته وايي، موندل شوې دي.


د امریکا سمندري ځواکونو ویلې په بېړۍ کې یې تر ۱۵۰ زیات میزائيل چې (دهلوي نومېږي) او د ټانک ضد دي، موندل شوي دي.


د امریکا د سمندري ځواکونو په اعلامیه کې لیکل شوي چې په داو کې درې د ایران ساخت میزائيل موندل شوي چې له ځمکې هوا ته ویشتل کېږي.


په بیان کې راغلي چې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه پرېکړه‌لیک تېری دی چې پر حوثي شیعه وسله‌والو يې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د وسلو خرڅلاو یا له هغوی سره د وسلو مرسته تحریم کړې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *