Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

چارواکي: د طالبانو لخوا لوګر کې ۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
په لوګر کې د وسله والو طالبانو لخوا ۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سویل ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسئول ایمل مومند آزادي راډیو ته وول چې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولي دي.


هغه زیاته کړه: "د وسله والو طالبانو لخوا د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ اړوند د سليم‌خېلو په سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو د هاوانونو مرمۍ توغول شوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخي یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي."


ښاغلي مومند زیاته کړه چې ټپیان د درملني لپاره د جلال آباد ښار ملکي روغتون ته وړل شوي دي.


تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.


 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *