Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

امنیتي چارواکي: جوزجان کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې نن وویل چې دغه طالبان د افغان ځواکونو د تیرې شپې په هوایې برید کې وژل شوي دي.


نوموړي زیاته کړه: "د هوایې بریدونو په نتیجه کې ۵ طالبان وژل شوي او قرارګاه یې له ټولو محتویاتو سره له خاورو سره سم شول."


ښاغلي رضایې وویل، په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *