Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

نړۍ کې د کرونا ویروس په خپرېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم شوی

0
یوې نوې څیړني ښودلې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس اوج ته رسېدو سره په تېره میاشت کې د نړۍ په کچه د کاربن ډای اکسایډ مصرف ۱۷ سلنه راټیټ شوی.


ساینسپوهانو په دې څیړنه کې چې پرون سه شنبه خپره شوه ، ویلي چې قرنطین، د کسب او کار بندوالي او په کورنو کې اوسېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم کړی دی.


دا څیړنه د طبیعت اقلیمي بدلون ژورنال کې خپره شوې ده.


د دغه راپور لیکوال کورین لي کوویر ویلي چې دا موقت او په عین حال کې د پام وړ بدلون له دې کبله رامنځته شوی چې د ترانسپورټ کارول، د انرژۍ سکتور او صنعت او سوداګري د کرونا ویروس د خوریدو پر مهال تر ډیره راټیټ شول.


د تېرې میاشتي په ترڅ کې د نړۍ ډېری لوی اقتصادونه له امریکا او یو شمېر اروپایې هیوادونو پر خپلو وګړو جدي محدودیتونه ولګول.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *