Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

افغان حکومت: طالبانو ټوله روژه کې له ۵۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو په ټوله روژه کې څه باندې ۵ سوه ملکي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.


د دغې شورا ویاند جاوید فیصل رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، د روژې په میاشته کې د افغانستان نژدې ټول ولایتونه د طالبانو د بریدونو شاهدان وو.


هغه زیاته کړه: "طالبانو د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف، په روژه کې هم وینه تویدنه جاري وساتله، دوی په ۳۰ ولایتونو کې بریدونه وکړل چې ترڅ کې یې ۵۷۶ ملکیان وژل او ټپيان شوي دي."


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، د دوی له خوا د ملکیانو د مرګ ژوبلې ادعا حقیقت نه لري.


مجاهد زیاته کړې ملکیان د حکومت پلوه ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل کېږي.


د یوناما راپور بیا ښيي چې د ۲۰۲۰ کال لومړۍ ربعه کې نژدې ۱۳ سوه ملکي افغانان جګړو کې وژل یا ټپیان شوي دي چې د راپور پر بنسټ د ۳۹ فیصده مرګ ژوبلې عاملین طالبان ،د ۳۲ فیصده حکومت پلوه ځواکونه او د ۱۳ فیصده هغو داعش جنګیالي یاد شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *