Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

پاکستان د الوتکې په پېښه کې وژل شویو کسانو کورنیو سره مرسته کوي

0
د پاکستان حکومت د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یو یو میلیون روپۍ مرسته کوي.


د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرورخان دغه خبره هغه مهال وکړه چې د کراچۍ په یوه هستوګنیزه ساحه کې یې د لویدلې الوتکې سیمه کتله.


هغه وویل: "مسافرین وژل شوي، حکومت پرېکړه کړې چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به یو میلیون روپۍ ورکوي، پېښه کې یوازې دوه تنه په ټپي حالت کې ژوندي پاتې دي چې هغوی ته پنځه پنځه لکه روپۍ ورکوو."


د پي.ای.اې شرکت ایربس الوتکه پرون له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې د جناح په هوایي ډګر کې له کیناستو څو شېبې مخکې ولوېده.


په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۴ مسافر وړونکې الوتکې لوېدلي چې سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *