Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

واشنګټن پوسټ: د ټرمپ ادارې د هستوي ازمیښت په احتمال بحث کړی

0
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکو په امریکا کې د تازه هستوي ازمیښت په احتمال بحث کړی دی.


د ورځپاڼې په باور، که دا اقدام عملي شي، دا به له ۱۹۹۲ کال راهیسې لومړنۍ ازمیښتي هستوي چاودنه وي چې امریکا یې کوي.


واشنګټن پوسټ د امریکا د یوه برحاله او دوه پخوانیو لوړپوړو چارواکو په حواله ویلي چې د هستوي ازموینې بحث تېره اوونۍ د امنیتي چارواکو په غونډه کې وشو.


امریکا پر دې شک کوي چې چین او روسیې په تېرو کلونو کې وړې هستوي ازموینې ترسره کړې دي.


د هستوي ازموینو د مخنیوي تړون له مخې هېوادونه له هستوي ازمیښتونو یا هستوي چاودنو نه منعه شوي دي، خو یو شمېر هېوادونو دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *