Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

یونان کې یوه افغانه ښځه وژل شوې

0
د یونان د لیسبوس ټاپو د کډوالو په یوه کېمپ کې یوه ځوانه افغانه ښځه د بلې افغانې ښځې له خوا وژل شوې ده.


د جرمني ډي.پي.اې اژانس د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېر ماښام د موریا په نوم د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډک کېمپ کې د ماشومانو پر سر د فزیکي شخړې په پایله کې رامنځته شوې.


ویل شوي نه دي چې دغه ښځه په څه ډول وژل شوې.


قاتله له پېښې وروسته یوې تپې ته تښتېدلې خو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوې ده.


د یونان په موریا کېمپ کې ۱۷ زره پنا غوښتونکي دېره دي، حال دا چې دغه کېمپ د نژدې درې زرو کسانو د اوسېدو وړتیا لري.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *