Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

د ۵ ایراني تېل وړونکو کښتیو لومړنۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

0
د هغو پنځو ایراني تېل وړونکو کښتیو چې ونزوئلا ته تېل لېږدوي، لومړنۍ کښتۍ یې د ونزوئلا نږدې بندر ته چې د دې هېواد د تېلو دولتي شرکت‌یې چارې سمبالوي، ورسېده.


دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې واشنګټن پرې بندیزونه لګولي، کړکېچ روان دی.


د هغې ادارې د معلوماتو له مخې چې د کښتیو لارې څاري، د ایران د تېلو دغه لومړنۍ کښتۍ پرون د ونزوئلا اوبو ته داخله شوې ده.


دغه کښتۍ د ونزوئلا د پلازمېنې کاراکاس د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې د ایل پالیتو بندر ته نږدې لیدل شوې ده.


د ایران تېل وړونکې دوهمه کښتۍ د شنبې په ورځ د کارابین بحیرې ته رسېدلې او بله کښتۍ یې هم په اوس وخت کې په اتلانتیک اقیانوس کې مزل وهي.


تر اوسه د دغو کښتیو په وړاندې د متحده ایالاتو د فوري مداخلې نښې نه‌لیدل کېږي.


واشنګټن د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د تېلو د دغې محمولې په وړاندې پر اقداماتو غور کوي.


د متحده ایالاتو بندیزونو د ایران او ونزوئلا د تېلو صنعت ډېر په نښه کړی دی.


دغو بندیزونو د ایران اقتصاد چې د عوایدو اصلي منبع‌یې پر تېلو متکي ده کمزوری کړی او هم‌یې د ونزوئلا پر اقتصاد فشار راوستی دی. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *