Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱،۱۷۳ ته ورسېد

0
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۵۹۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.


د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته ورسېد.


په هغه پیغام کې چې د افغانستان عامي روغتیا وزارت نن دوشنبه رسنیو ته استولی راغلي چې تېره ورځ ۱،۰۹۵ لابراتوار ټسټونه ترسره شول چې په همدې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړ شوی دی.


له دې ناروغۍ څخه په افغانستان کې ۲۱۹ تنه مړه شوي دي.


په داسې حال کې چې دا ویروس په چټکۍ په افغانستان کې د خورېدو په حال کې دی د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز ټینګار کوي چې که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه‌ګڼي، انساني ناورین به رامنځته شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *