Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2020

جلال‌اباد کې د تېلو په یو پمپ کې اور لګېدو ۲ تنه وژلي او ۸ ټپیان دي

0
د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د شیشم باغ په سیمه کې نن له غرمې وړاندې د تېلو په یوه پمپ سټېشن کې اور لګېدنې دوه تنه ووژل او اته نور ټپیان کړل.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل د پېښې له ځایه د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته ۱۰ ټپیان وروړل شوي وو چې په خبره یې دوو تنو یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.


ښاغلی خوګیاڼی وایي چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو په خبره‌یې چې وضعیت‌یې د اندېښنې وړ دی.


خوګیاڼی زیاتوي چې پېښه په یوه موټر کې د ګازو د اچولو پر مهال رامنځته شوې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *