Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د امریکا استخبارات د روسیې په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکوي

0
ټاکل شوې د امریکا لوړپوړي استخباراتي چارواکي نن پنجشنبه د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکړي چې په‌کې راغلي، روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره انعامونه ورکړي دي.


په دغه راپور کې چې تېره جمعه خپور شو راغلي، د روسيې د پوځي استخباراتو یوې پټې څانګې طالبانو ته دغه انعامونه ورکړي دي.


په نننۍ غونډه کې د 'سي‌ای‌اې' مشره جینا هاسپل او د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر جان راتکلف برخه اخلي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل، ده ته د هغه څه په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې ویل کېږي روسیې طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره پیسې ورکړي.


د امریکا د قانون جوړوونکو او استخباراتي چارواکو نننۍ غونډه داسې مهال جوړېږي چې امریکا کې قانون جوړوونکو پر روسیې د بندیزونو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.


روسیه اوس‌مهال د دې لپاره د امریکا له یو شمېر بندیزونو سره مخ ده چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *