Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2020

کونړ کې د هندواڼې حاصلات سږ کال ښه بازار لري

0
د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي.


د کونړ د کرنې رئیس نجیب‌الله عادل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال په کونړ کې پر نږدې زر جریبه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي چې حاصلات‌یې له ۱۰ تر ۱۲ زره ټنو ته رسېږي او مجموع عواید یې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل کېږي."


د چارواکو په وینا کونړ ته د کرنې نوي ماشین الات وارد شوي او په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده چې د نارنج، مالټې او لیمو ترڅنګ په میلیونونو افغانۍ د چهارمغزو او شفالتو پر باغونو پانګونه شوې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *