Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر په موټر چاودنې ۲ تنه ټپیان کړل

0
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر په موټر چاودنې دوه تنه ټپیان کړل.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحې په مربوطاتو کې د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر عبدالواسع انتظار په موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه چې په خبره یې، خپله عبدالواسع انتظار او د نوموي یو زوی یې ټپیان کړي دي.


د خوګیاڼي په وینا، د عبدالواسع انتظار ټپونه ژور دي خو زوی یې سرسري ټپي شوی چې دا مهال د ننګرهار په خوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.


د یادونې وړ ده چې تېره سې شنبه هم د جلال اباد ښار په همدې ناحې پورې مربوط اکاخېل پلازې مخې ته په یوه موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې وه چې د معلوماتو له مخې، د سر له زیان پرته په کې د دوو موټرو په ګډون مالي زیانونه اوښتې وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *