Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2020

افغان حکومت: سلګونه خطرناک طالب بندیان نه خوشې کوو

0
افغان چارواکي وايي چې دوی به سلګونو هغه طالبان چې ډېر خطرناک ګڼل کېږي، نه راخوشې کوي.


دا خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.


ده ویلي چې طالبانو غوښتنه کړې چې شپږ سوه طالب زندانیان راخوشې شي خو پر دغو کسانو د جنايي جرمونو جدي قضيې دي.


یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغو کې قاتلان، غله او سلګونو بهرني جګړه ماران شامل دي.


خو طالبانو پر حکومت تور پوري کړی چې د دغو بندیانو پر وړاندې يې جعلي قضیې جوړې کړي دي.


تر دې مخکې د عدلي او قضايي ارګانونو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د سلو طالب زندانیانو یو فهرست سپارلی وو چې په وینا یې په دې نوملړ کې ۸۱ داسې کسان دي چې د طالبانو د ډلې غړیتوب نه لري او په جنايي جرمونو محکوم شوي دي.


د امریکا او طالبانو تر منځ د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې به افغان حکومت ۵ زره طالب زندانیان او طالبان به د افغان حکومت زر بندیان راخوشې کوي.


افغان حکومت وايي تر اوسه یې له خپلو زندانونو د طالبانو ۳۹۹۵ بندیان راخوشې کړي دي او د طالبانو په وینا دوی تر اوسه له خپلو زندانونو ۶۵۱ بندیان راخوشې کړي دي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *