Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

لوګر کې غبرګو امنیتي پېښو یو پولیس وژلی او ۳ نور یې ټپیان کړي

0
د لوګر په مرکز پل علم کې نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) سهار دوه امنیتي پېښې شوي چې یو پولیس په‌کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.


د والي ویاند دیدار لونګ وایي، لومړۍ پېښه د ښار دننه پر یوه رنجر ډزې دي چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې:"د پل علم ښار د لومړي سمت په رنجر موټر باندې ډزې شوي دي، د ډزو پر مهال یو پولیس شهید او یو بل سطحي ټپی دی."


له دې پېښې لږ وروسته همدې سیمې ته نژدې د زندان پر رنجر موټر ماین چاودلی چې د پولیسو د ویاند شاهپور احمدزي په وینا، دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.


د پېښو مسؤلیت چا نه دی اخېستی، خو طالبان د ښار شاوخوا سیمو کې فعالیت لري.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *