Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

چارواکي: هلمند کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي، هلمند کې یې ۸ نور وسله وال طالبان وژلي دي.


د ۲۱۵م میوند قول اردو چارواکو ویلي، د یوه سرګروپ عبدالله جان په ګډون دغه وسله وال په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې د هغو عملیاتو له امله وژل شوي چې پخوا په دغه ولایت کې پیل شوي وو.


د قل اردو په خبرپاڼه کې د دغو وسله والو د وژلو کره وخت نه دی یاد شوی، خو په کې راغلي چې عملیاتو کې هوایي ځواک هم کاریدلی دی.


دوی ادعا کړې چې د لارو د پاکولو پر مهال یې ۲۸ کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه هم شنډ کړي دي، خو طالبانو لا د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *