Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

پر کابل پوهنتون برید؛ امرالله صالح: ۱۳ ګمنان پولیس دې باعزته خوشې شي

0
د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو ۱۳ تنو امنیتي منسوبینو د خوشې کېدو امر کړی چې پر کابل پوهنتون د برید وروسته، د وظیفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته پېژندل شوي وو. 


ښاغلي صالح د پنج‌شنبې (د لړم ۱۵مه) په سهار په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه ولیکل: "په دې اړه چې څوک نه دي توانېدلي پر کابل پوهنتون د برید مخنیوی وکړي، څېړنې روانې دي. د وظیفوي غفلت په تور د ۱۳ ګمنام پولیس سرتېرو نیول بې‌معنی دي او  امر مې کړی چې دا کسان با عزته ازاد شي. " 




د جمهور رئیس د لومړي مرستیال له قوله، تر اوسه دا قضاوت نه‌شي کېدای چې په دې ځانګړې برخه کې د وظیفوي غفلت تعریف څه دی. 


د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت غواړي د دې پېښې رېښو ته ورسېږي، نو له همدې کبله له وړاندې د یو شمېر پولیسو نیول، بې ګټې عمل دی.




ښاغلي مراد زیاته کړه: "څو پورې چې دا معلومېږي چې د دې وظیفوي غفلت رېښه چېرې ده او په کومه سطحه کې ده. همدا ډول ترهغه چې استخباراتي او معلوماتي راپورونه ارزول کېږي، له دې وړاندې مستقیماً د څو سرتېرو نیول، هېڅ درد نه دوا کوي." 


د کورنیو چارو وزارت پرون د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) په ورځ وویل، د درېیمي امنیتي حوزې د امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د ټولي قوماندان یې پر کابل پوهنتون د مخنیوي په برخه کې د پاتې راتلو، وظیفوي غفلت او د امنیتي پلان د نه عملي کېدو په تور له نیول کېدو وروسته، څارنوالۍ ته پېژندلي دي. 


له دې وړاندې هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ورته یو شمېر پېښو وروسته، د اړوند امنیتي حوزې مسؤل یا هم امنیتي پولیس له دندو ګوښه کړي چې امنیتي کارپوهانو دا عمل له مسوولیته د تېښتې په معنا بللي وو.




له همدې کبله یو شمېر امنیتي کارپوهان هم وايي، اړتیا ده چې د دې پېښې د څېړنې په برخه کې ټول اصول او مقررات عملي شي. 


د امنیتي مسایلو شنونکی عبدالباري عارض وايي، دا پېښه یوازې د درېیمې امنیتي حوزې د مسوولانو او پرسونل په غفلت پورې محدوده نه‌ده. 




دی وايي: "زه فکر کوم د کومو ۱۳ پولیسو د ازادۍ امر چې امرالله صالح کړی، پرځای کار دی. موضوع باید دقیقه وڅېړل شي، د دې قضیې ابعاد له دې ډېر پورته دي." 


د کورنیو چارو وزارت پرون وروسته له دې دا ۱۳ تنه پولیس او افسران له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته وپېژندل چې د کابل پوهنتون ترمخه لاریون کوونکو پر  دې پوهنتون د برید د مخنیوي په برخه کې د پاتې راغلیو کسانو د مجازاتو غوښتنه وکړه. 


د افغانستان حکومت دا برید د طالبانو کار بولي، خو طالبانو بیا د حکومت دا ادعا رد کړې ده. 


د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل برید وروسته دا برید د افغان استخباراتي ادارو ناکامې بللې وه. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *