Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

"سږکال به هرات کې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي"

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران په هرات ولايت کې تولیدېږي.


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال به په دغه ولایت کې پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه د کرل شویو زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي.


تېرکال په هرات کې ۷۵۰ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو.


هغه وویل، چې په هرات کې شل زره کورنۍ د زعفرانو پر کښت بوختې دي او ښه ګټه هم ترلاسه کوي.


د افغانستان سره زر (زعفران) په کور دننه او دباندې له خورا شهرت څخه برخمن دي.


د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې هېواد ته د قاچاقي زعفرانو د راتلو مخنیوی او کورنیو زعفرانو ته د مارکیټ موندنې د زمینې برابرولو هځه کوي.


د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجې زاده ازادي راډیو ته وویل، مني چې تولید زیات شوی خو ټینګار يې وکړ چې حکومت باید د بازار موندنې په برخه کې هم همکاري وکړي، ځکه په خبره يې اوس مارکیټ کمزوری دی.

 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *