Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

ماین چاودنې د هرات ـ خواف د ریلګاډي پټلۍ ۶ ساتونکي ټپیان کړي 

0
د هرات چارواکي وایي، د هرات – اسلام قلعه د لویې لارې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه رینجر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین په چاودنه کې د عامه تاسیساتو د ساتنې د کنډک ۶ ساتونکي ټپیان شول. 


د هرات د امنیې قومندانۍ د رسنیو د څانګې سرپرست عتیق الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې، د هرات ـ خواف د ریلګاډي د پټلۍ ساتونکي ټپیان شوي دي. 


د وثیق په وینا د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. 


تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی. 


ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکې کې د هرات – خواف د شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره اوږدې پټلۍ د دریمې برخې د جوړولو کار بشپړ شي.   


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *