Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

د ارزګان چارواکي: دهراوود کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د ارزګان چارواکي وایي، په دهراوود ولسوالۍکې له لسو زیات طالبان د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي. 


د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري نن ازادي راډيو ته په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په لب لان سیمه کې وشول، د وژل شویو طالبانو شمېر دولس تنه وښود خو د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په کې د څلورو ملکیانو د وژل کېدو خبره هم کړې ده. 


ښاغلي خنجري د ملکیانود وژل کېدو په اړه بې خبري وښوده خو د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي ومنله چې د هوايي بریدنو په نتیجه کې ملکیان وژل شوي خو هغه یې دقیق شمېر ونه ښود. 


وسله والو طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.  


د دهراوود ولسوالۍ د امنیې قومندان په وینا د دهراوود ولسوالۍ بازار او یو شمېر دولتي ودانۍ لاهم د طالبانو په کنټرول کې دي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *