د هرات فوټسال غوره لیګ سیالۍ د پیشه ورانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې
پیشه ورانو لوبډلې لوبه ٦ د ٩ په وړاندې له اتحاد لوبډلې وګټله.
د لوبو درېم مقام ځوانانو لوبډلې خپله کړه.
دغه د اتحاد لوبډلې درې لوبغاړي علي رضا قرباني،محمد احسان رحماني او فیصل انوري د غوره لوبغاړو په توګه معرفي شول.
دغو سیالیو شاوخوا یوه اونۍ دوام وکړ.
