Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

په پاکستان کې ښوونیزې ادارې به یوه میاشت نور هم بندې وي

0
په پاکستان کې به د زده کړې موسسې په دې هېواد کې د کرونا وبا د زیات خپراوي له امله څه باندې یوه میاشت نورې هم بندې وې. 


د پاکستان د ښوونې وزیر شفقت محمود نن د ایالتونو د ښوونې له وزیرانو سره تر غونډې وروسته په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې زده کونکي به د ژمنیو لسو ورځو رخصتیو له پیلېدو مخکې د ډسمبر تر ۲۴ مې پورې، له کوره په انلاین بڼه زده کړې مخ ته وړي. 


هغه وویل، د جنوري د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به وضعیت بیا وڅېړي او هیله من دي چې وکولای شي د جنوري له یولسمې د ښوونې موسسې بېرته پرانېزي. 


په پاکستان کې د کرونا نږدې ۳۷۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له امله یې نږدې ۷۷۰۰ کسان مړه شوي دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *