جنیوا غونډه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه
نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د جنیوا نړیوال کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د لاندې مرستو اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر
بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه
جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالره
کاناډا د راتلونکو درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره
هالند ۲۲۰ میلیونه ډالره
ډنمارک د راتلونکو درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالره
ناروې ۷۰ میلیونه ډالره
استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالره
سويډن له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ کاله پر خپلې د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې ژمن پاتې کېږي
هند په کابل کې شاه توت بند رغوي
ایټالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳۵ میلیونه یورو
افغانستان سره د جنیوا په کنفرانس کې د کېدونکو مرستو په راڼه ډول نهلګښت د یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنې پارولې دي.
خو د افغانستان حکومت د مرستو د راڼه لګښت په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وايي، په دغه هېواد کې د اداري فساد د لهمنځه وړلو په برخه کې کافي اقدامات شوي دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال د ازادي راډیو ۲۵ دقیقې اوونیز بحث ته په خبرو کې ویلي چې حکومت تازه اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون هم جوړ کړی دی.