Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

هندي کشمیر کې د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو ټاکنې پیلېږي

0
د هند تر واک لاندې کشمیر کې نن د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو ټاکنې پیلېږي. 


وروسته تر  دې چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي د دې سیمې نیمه خپلواک واک تېر کال وګرځاوه، د دې سیمې بیل اساسي قانون یې لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو فدرالي سیمو وویشله، دا لومړي انتخابات دي چې په کې ترسره کیږي. 


د رای ورکوونکو د ساتنې لپاره په لسګونو زره اضافي سرتیرې سیمې ته استول شوي دي. 


بیلتون غوښتونکو  وار له مخه له دې انتخاباتو سره مخالفت څرګند کړی دی. 


دا انتخابات د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو د ۲۸۰ څوکیو لپاره دي چې په اتو پړاوونو کې به ترسره شي او د ډسمبر په ۱۹مه به پای ته ورسېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *