Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

عراق کې د الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو درې تنه وژلي

0
په عراق کې د شیعه ګانو د رهبر مقتدا الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو په یوه کمپ باندې په برید سره درې تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.


د حکومت مخالفینو په جنوبي ښار ناصریه کې کمپ جوړ کړی و.


د دې پېښې عیني شاهدانو او روغتیاپالانو د خلکو د وژنې او ټپي کېدو معلومات رسنیو ته ورکړي.


د تُندلاري شیعه رهبر مقتدا الصدر پلویانو د جمعې ترلمانځه وروسته د الحبوبي مرکزي میدان په لور ورغلل چېرته چې د حکومت مخالفین مظاهره چیان له اکتوبر راهیسې پرلت او لاریون کوي.


د پېښې شاهدانو ویلي چې د الصدر پلویانو د مظاهره چیانو په خیمو باندې ډزې وکړې او پترولي بمونه یې ور وغورځول او مظاهره چیان هم اړ شول چې غبرګون وښيي.


اخ او ډب تر شپې روان و او روغتیاپالانو ویلي چې ټپیان په مرمیو لګېدلي و.


مقتدا الصدر چې د عراق په پارلمان کې تر ټولو لویه ډله رهبري کوي تمه لري چې د دغه هېواد له وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې مطلق اکثریت خپل کړي.


دی په دې سربېره چې له امریکا سره له ډېره وخت مخالفت پالي په عراق کې د ایران له نفوذ سره هم جوړ نه دی.

 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *