Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

خامنه يي: د ساینس پوه 'فخري‌زاده' د وژلو د غچ دې واخیستل شي

0
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دې هېواد دیوه وتلي اټمي ساینس پوه محسن فخري زاده د وژل کېدو د غچ غوښتنه کړې ده.


خامنه یې نن شنبه (د لیندۍ ۸مه) پر خپله رسمي ویب پاڼه د دې قتل د تعقیب او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.  


په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د دې پېښې په تړاو اسرائیل تورن کړ چې د امریکا د مزدور په توګه عمل کوي.


روحاني پر خپله رسمي ویب پاڼه لیکلي: "یو ځل بیا د نړیوالو اشرارو لاسونه د  مزدور صهیونستي رژیم د دسیسې له کبله د دې هېواد د یوه بچي په وینو ولړل شول." 


محسن فخري زاده د نومبر پر ۲۷ مه  پرون جمعه(د لیندۍ ۷مه) تهران ته نژدې په یوه وسله وال کمین کې ووژل شو.  


د ایران د اټمي ادارې مشر علي اکبر صالحې نن ویلي چې د فخري زاده وژنه به د ایران د اټمي پروګرام چارې اغیزمنې نه کړي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *