بایډن په رسمي ډول یو تور پوستی د دې هېواد دفاع وزارت ته نوماند کړ
د ډسمبر پر اتمه نېټه د امریکا منتخب ولسمشر وویل چې په خپله راتلونکې کابینه کې به د پنټاګون چارې متقاعد جنرال لوید اسټن ته وسپاري. دی د څلورو ستورو جنرال دی.
که یې د سنا مجلس تایید کړي، دا ۶۷ کلن جنرال به لومړنی تور پوستی وي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر به وي.
بایډن ویلي: "دغه جنرال د خپل خدمت پر مهال او په ټوله هغه موده کې چې موږ یو ځای په سپینه ماڼۍ کې او یا هم له هېواده بهر له خپلو پوځیانو سره تېر کړي، اسټن خپله وتلې رهبري، شخصیت او د قوماندانۍ وړتیا ثابته کړې ده."
بایډن همدا راز جنرال اسټن یو داسې وړ کس وباله چې د ده په خبره کولی شي له هغو ننګونو او بحرانونو سره په سمه مبارزه وکړي چې هېواد یې همدا اوس ورسره مخامخ دی.
د بایډن کمپاین هم دغه متقاعد جنرال د باور وړ او داسې مشر بللی چې بېلابېلې ننګونې یې تجربه کړي او د خپل پوځي خدمت په تاریخ کې یې ځینې ډېر پیچلي او اغېزناک عملیاتونه تنظیم کړي دي.
دوی د دې ډول عملیاتو بېلګې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې کمپاین او هم له عراقه د نژدې ۱۵۰ زره پوځي پرسونل ایستل یاد کړي دي.
جنرال اسټن ۴۱ کاله د پوځي افسر په توګه کار کړی.
دی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې لومړنی تور پوستی مرستیال هم پاتې شوی دی.
مخکې له دې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تقاعد وکړي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشري یې هم کړې ده.
د دفاع وزارت ته د نوموړي نوماندې د سنا مجلس تایید ته اړتیا لري. ښایې دی هلته د سنا مجلس د هغو استازو له مخالفتونو سره مخامخ شي چې د پنټاګون په ملکي مشرۍ باوري دي.
ډېری ډیموکراټ سناتورانو له وړاندې ویلي چې په همدې دلیل به د دغه جنرال له تاییدی سره مخالفت وکړي.
مخکې تردې چې سنا مجلس د اسټن پر نوماندۍ کار وکړي، باید دی له هغه قانونه مستثنا کړي چې له مخې یې د امریکا د پوځ مشري باید یو ملکي کس وکړي او که پخوانی پوځي افسر دغه مشري کوي نو باید لږ تر لږه ۷ کاله دمخه له پوځي خدمته وتلی وي.
په دغه قانون کې تېرځل هغه مهال ورته استثنا راغلې وه چې متقاعد جنرال جېمز مټیس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاع وزیر وټاکل شو.
د جنرال اسټن د نوماندۍ په اړه د بایډن پریکړه لومړی ځل د ډسمبر پر ۷ مه د امریکایې رسنیو د نامعلومه سرچینو له قوله خپره کړې ده.