ایران د یوې ټولنیزې شبکې چلوونکی اعدام کړ
ایران د یوې ټولنیزې شبکې چلوونکی اعدام کړ.
ایراني رسنیو د یوې ټولنیزې شبکې د چلوونکي روح الله زم د اعدامېدو خبر خپور کړ.
زم په ټیلګرام کې د (آمد نیوز) په نوم پاڼه چلوله.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د تهران محکمې اعلان وکړ چې نن سهار د آمد نیوز رسنۍ د موسس او چلوونکي روح الله زم د اعدام حکم تطبیق او هغه په دار وځړول شو.
د ایران د قضاییه قوې ویندوی د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د دغه هېواد سترې محکمې د روح الله زم د اعدام سزا تایید کړې ده.
روح الله زم، چې په فرانسه کې اوسېده، دوه کاله وړاندې عراق ته لاړ، هلته ونیول شو او وروسته ایران ته یووړل شو.
د ایران د انقلابي محکمې ريیس قاضي ابوالقاسم د سږ کال په دوبي کې د آمد نیوز ټیلګرامي کانال چلوونکی په ۱۳ قضیو کې تورن او په اعدام محکوم کړ.
پر روح الله زم پر لګول شویو تورونو کې فرانسې او اسراییل ته جاسوسي هم شامله وه خو په خپله زم دا ټول تورونه رد کړي او ویلي و، چې یوازې خبریال دی.
د بشري حقونو نړیوالو ادارو په تېر یو کال کې په زندان کې د روح الله زم د شکنجه کېدو او د شکنجې په زور له هغه څخه د اعتراف اخیستو له کبله اندېښنه ښکاره کړې وه.
د روح الله زم پلار محمدعلي زم د سږ کال په دوبي کې د انقلابي محکمې له لوري د اعدام حکم غیرقانوني وباله او ویې ویل، چې زوی یې د محاکمې په بهیر کې له خورا ابتدايي حقونو بې برخې و.
د بې پولې خبریالانو ټولنې هم ویلي و، چې د روح الله زم د اعدام لپاره د ایراني محکمې حکم غیرقانوني دی او محاکمه یې نامنصفانه ده.
په وروستیو کلونو کې ایران د خپل حکومت ګڼ شمېر سیاسي مخالفان په ګاونډیو هېوادونو کې نیولي او خپل هېواد ته یې وړي دي.
تر دې وړاندې یې د اهواز د بېلتون غوښتونکو مشر په ترکیه کې ونیوه او تهران ته یې یووړ.